دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 261791
سوداګر: د وارداتو مخه ونیسئ د برېښنا نشتوالی اوس هم د صنعتي پارکونو لویه ستونزه ده
د "امام ابوحنیفه" ملي او نړیوال نندارتون کې د هېواد سوداګر او پانګوال له بهر څخه و افغانستان ته د تولیداتو د واردولو پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ وايي، چې د دوی لویه ستونزه په صنعتي پارکونو کې د ۲۴ ساعته برېښنا نشتوالی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن شنبه (قوس ۱۲) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د اسلامي امارت د دولت د وزارتونو په همکارۍ د «افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه» تر سرلیک لاندې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون جوړ شو. د بې شمېره فرصتونو زمینه" په کابل کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو، سوداګرو، صنعتکارانو، د نړیوالو موسسو د استازو او د بهرنیو سفارتونو په حضور کې جوړه شوه.
 
دغه نندارتون د قوس له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې د کابل په چمن حضورۍ کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.
 
د "امام ابوحنیفه" ملي او نړیوال نندارتون کې د هېواد سوداګر او پانګوال له بهر څخه د افغانستان د تولیداتو د واردولو پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ وايي، چې د دوی لویه ستونزه په صنعتي پارکونو کې د ۲۴ ساعته برېښنا نشتوالی دی.
 
د خوراکي توکو د يوه شرکت مسؤل جاوېد نظري د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل: د نندارتونونو جوړول د کورنيو توليداتو د ودې لپاره ډېر ګټور دي.
 
نوموړي زیاته کړه چې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې له بهر څخه واردات بند کړي، ترڅو د افغانستان د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شي.
 
دغه ملي سوداګر د افغانستان د کورنيو توليداتو د ټيټ کيفيت په اړه د هېوادوالو شکايتونو ته په اشارې سره زياته کړه: زموږ کورني توليدات په نړيوال کيفيت او معيار برابر توليدېږي.
 
د امام ابوحنيفه رحمه الله د ملي او نړيوال نندارتون يو له نندارچيانو څخه ضياء الرحمن وويل: د نندارتونونو جوړول د سوداګرو ترمنځ د نظريو د تبادلې او د محصولاتو د معرفي کولو لپاره هم ارزښت لري.
 
هغه وویل چې د سوداګرو لپاره د نورو هیوادونو د ویزو ترلاسه کول یوه ننګونه ده او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره بهر ته زموږ صادرات د پام وړ کم شوي دي.
 
نورالله ظفري؛ یو بل سوداګر د نندارتونونو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اسلامي امارت به نورو هیوادونو ته د کورنیو تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.
 
نوموړي د ۲۴ ساعته برېښنا نشتوالی د دوی د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې ستر خنډ وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امارت باید د کابل په صنعتي پارکونو کې ۲۴ ساعته برېښنا فعاله کړي.
 
جمعه ګل ستانکزي چې د امام ابوحنیفه رح په ملي او نړیوال نندارتون کې یو تن نندارچیان هم وو، وویل: هېوادوالو ته زموږ وړاندیز دا دی چې د نورو هېوادونو د تولیداتو پر ځای له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
 
هغه زياته کړه، چې د دوى اساسي ستونزه د برېښنا نشتوالى دى او په ٢٤ ساعتونو کې يواځې درې ساعته برېښنا لري.
 
په همدې حال کې دجمهور رييس فوق العاده استازي عبدالسلام حنفي ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل: نن ورځ دهېواد کورني توليدات په آزاده فضا کې نندارې ته وړاندې کوو چې دا مهال دکورنيو لپاره غوره شرايط لري.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې موږ په هر لحاظ د ټولو کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو، وویل: اسلامي امارت ټولو هغو ملي سوداګرو ته چې د ځینو اندېښنو له امله له هېواده شړل شوي، بلنه ورکوي چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb98b58rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته