کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

توماس ویسټ د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره د سلا مشورو اعلان وکړ

12 قوس 1401 ساعت 16:37

توماس ویسټ وايي، جاپان ته یې د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ډیپلوماټانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې کړې دي.


آوا: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ نن شنبه (قوس ۱۲) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له ډیپلوماټانو سره یې وکتل. د دغه هیواد یوه خیریه موسسه او له هغوی سره یې د بشردوستانه اړتیاوو او بشري حقونو په اړه خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه، جاپان له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا ملګری او د دغه هېواد د خلکو ملګری دی.
 
توماس ویسټ د جاپان ډيپلوماسي فعاله او سخاوتمندانه بللې او له دغه هېواد يې مننه کړې ده.
 
باید وویل شي، چې ښاغلي توماس ویسټ درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانستان په اړه به د خبرو لپاره جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
 
هغه وویل، چې په دغه سفر کې به له خپلو همکارانو او په دغو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحرانونو، د افغانانو له حقونو د ملاتړ او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
 
توماس ویسټ تر دې مخکې د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.
 


د مطلب کود: 261792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261792/توماس-ویسټ-د-افغانستان-په-اړه-له-جاپاني-چارواکو-سره-سلا-مشورو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com