کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیاسي کارپوهان:

امریکا هڅه کوي چې د ترهګرو ډلو په کارولو سره په کابل کې د سفارتونو د فعالیت مخه ونیسي

13 قوس 1401 ساعت 10:31

سیاسي کارپوهان وايي: امریکا نه غواړي چې اسلامي امارت د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، ځکه چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې سخته ماته خوړلې او له دې ډلې څخه یوه تروریستي ډله په ځانمرګو بریدونو لاس پورې کوي.


آوا - کابل: د سیاسي چارو کارپوه سنګر افندي له آوا سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې سخته ماتې خوړلې، نو نه غواړي چې اسلامي امارت ښه وي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ولري.
 
د ده په خبره، امریکا د سیمې د هېوادونو له ځینو استخباراتي کړیو سره په همکارۍ او له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له داعش څخه په استفادې، پر سفارتونو ځانمرګي او چاودېدونکي بریدونه کوي، څو وښيي چې افغانستان د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره خوندي ځای نه دی.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت باید د امریکا او د امریکا په ملاتړ د ترهګرو ډلو د تخریبي بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه پر بهرنیو سفارتونو ترهګریز بریدونه د افغانانو په زیان تمامیږي.
 
دغه سیاسي کارپوه په دې خبرې سره چې د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت تامین د کوربه هیوادونو له وظیفو څخه دی، زیاته کړه چې که اسلامي امارت د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، باید ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کړي. پر سفارتونو ترهګریز بریدونه.
 
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، په کابل کې د دغه هېواد سفارت امنیت ته د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید د عاملینو د موندلو او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
 
د ښاغلي بلخي په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې نه شي خرابولی.
 
دا په داسي حال کې ده چي تیره جمعه (قوس ۱۱) د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د پاکستان سفارت له ودانۍ د ناپېژاندو وسله والو له خوا ډزې وشوې.
 
همدا راز د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د برید د جزئیاتو په ورکولو سره په یوه ټویټ کې لیکلي: د کابل په کارته پروان سیمه کې د پاکستان سفارت پر لور له یوې ودانۍ تر ډزو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل. او ډزې یې بندې کړې.
 
هغه زياته کړه چې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې له يادې ودانۍ څخه يو شکمن نيول شوى او دوه ميله وسلې يې ترلاسه کړې دي.
 
امنيتي ځواکونو په دې برخه کې جدي پلټنې پيل کړې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد په کابل کې د خپل سفارت د تړلو یا د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پلان نه لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په پنځلسمه نېټه یوه ځانمرګي بریدګر له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په ترڅ کې د روسیې د سفارت یوې دروازې ته څېرمه خپل چاودېدونکي توکي وچول او د دغه هېواد د ویزو غوښتونکو په ګډون یې یو شمېر کسان ټپیان کړل.
 


د مطلب کود: 261808

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261808/امریکا-هڅه-کوي-چې-د-ترهګرو-ډلو-په-کارولو-سره-کابل-کې-سفارتونو-فعالیت-مخه-ونیسي

آوا
  https://www.avapress.com