کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د دفاع د سرپرست وزیر سفر

13 قوس 1401 ساعت 10:53

د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سفر پرون شنبه د قوس ۱۲مه متحده عربي اماراتو ته شوی ده.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغه سفر موخه د متحده عربي اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له عربي هېوادونو سره د حکومت د اړیکو ټینګول دي.
 
دا عربي هېوادونو ته د دفاع د سرپرست وزیر دویم بهرنی سفر دی. نوموړي تر دې مخکې قطر ته هم سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې په ځانګړې توګه د پوځي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
 
په تېرو کلونو کې متحده عربي اماراتو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل نفوذ او حضور پراخ کړي، خو دغه هېواد او نورو عربي هېوادونو زموږ هېواد ته تر ټولو کمه بشري مرستې رسولې دي.
 
په تېرو میاشتو کې د متحده عربي اماراتو د GAAC شرکت د کابل په ګډون د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو کې د تخنیکي خدمتونو او مسافرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد ترلاسه کړ.
په مقابل کې افغان اتباعو په متحده عربي اماراتو کې لویه پانګونه کړې ده.
 


د مطلب کود: 261812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261812/متحده-عربي-اماراتو-ته-د-اسلامي-امارت-دفاع-سرپرست-وزیر-سفر

آوا
  https://www.avapress.com