کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ځینو رسنیو له خوا د هغه د خبرو په تحریفولو اعتراض وکړ

13 قوس 1401 ساعت 10:57

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم وايي چې متعصبو رسنیو زما خبرې داسې تحریف کړې چې ګواکې زه د لوړو زده کړو مخالف یم.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «متعصبو رسنیو زما خبرې داسې تحریف کړې چې ګویا زه د تعلیم ضد یم».
 
هغه لیکلي: "دښمن هڅه کوي چې د مدرسي او پوهنتون تر منځ واټن رامنځته کړي، له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې زموږ خلک د مدرسي او پوهنتون له زده کوونکو څخه ډېره غوښتنه کوي، ځکه د دوی ذهنیت د دین خلاف روزل شوی، خو موږ غواړو چې دا واټن له منځه یوسو. "
 
ځینو رسنیو د ښاغلي ندیم خبرې راخیستي چې ویلي یې دي: "ښوونځي ته د نجونو ورتګ لویدیځ کلتور دی."
 


د مطلب کود: 261814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261814/د-لوړو-زده-کړو-سرپرست-وزیر-ځینو-رسنیو-له-خوا-هغه-خبرو-په-تحریفولو-اعتراض-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com