دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 261814
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ځینو رسنیو له خوا د هغه د خبرو په تحریفولو اعتراض وکړ
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم وايي چې متعصبو رسنیو زما خبرې داسې تحریف کړې چې ګواکې زه د لوړو زده کړو مخالف یم.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «متعصبو رسنیو زما خبرې داسې تحریف کړې چې ګویا زه د تعلیم ضد یم».
 
هغه لیکلي: "دښمن هڅه کوي چې د مدرسي او پوهنتون تر منځ واټن رامنځته کړي، له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې زموږ خلک د مدرسي او پوهنتون له زده کوونکو څخه ډېره غوښتنه کوي، ځکه د دوی ذهنیت د دین خلاف روزل شوی، خو موږ غواړو چې دا واټن له منځه یوسو. "
 
ځینو رسنیو د ښاغلي ندیم خبرې راخیستي چې ویلي یې دي: "ښوونځي ته د نجونو ورتګ لویدیځ کلتور دی."
 
https://avapress.com/vdchzznik23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته