کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش په افغانستان کې د پاکستان پر سفارت د برید مسئولیت منلی دی

13 قوس 1401 ساعت 13:37

داعش ترهګرې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کښې د پاکستان په سفارت د حملې مسئولیت په غاړه واخیست. د دې ډلې په وینا، د داعش دوو غړو د جمعې په ورځ د قوس په ۱۱ مه په کابل کې د پاکستان د سفیر عبیدالرحمن نظاماني د وژلو په هدف د دغه هېواد پر سفارت برید وکړ.


آوا: داعش ډلې نن یکشنبه (قوس ۱۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «پاکستان پر متعصب سفیر او د هغه پر ساتونکو» یې برید کړی.
 
داعش ادعا کړې چې دا برید د دې ډلې دوو غړو کړی او په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د برید هدف و.
 
داعش زیاته کړې چې په دغه برید کې د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.
 
باید وویل شي، چې د جمعې په ماښام ۱۱ بجې په کابل کې د پاکستان پر سفیر، چې د سفارت په انګړ کې روان و، ډزې وشوې.
 
په دې برید کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني ټپي شوی نه دی. خو د اسرار محمد په نوم د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.
 
تر دې برید وروسته ویل شوي چې پاکستان غواړي په موقتي توګه خپل ډیپلوماتان له افغانستانه وباسي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستانه د خپلو ډیپلوماټانو د ایستلو پلان نه لري.
 
دا په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې دوهم برید دي چي په یوه دیپلوماتیکه ځاي کي ترسره کیږي، تر دې مخکې هم په کابل کې د روسیې پر سفارت برید شوی و.
 


د مطلب کود: 261829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261829/داعش-په-افغانستان-کې-د-پاکستان-پر-سفارت-برید-مسئولیت-منلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com