دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 261830
د دره صوف د ډبرو سکرو د انتقال سړک بندول؛ موټر چلوونکو په اعتصاب لاس پورې کړ
د ډبرو سکرو اتحاديې چارواکي او سوداګر وايي، حکومت د ډبرو سکرو لاريو پر مخ لاره تړلې او د لېږد اجازه نه ورکوي. له همدې امله موټر چلوونکي اعتصاب ته اړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د ډبرو سکرو د استخراج د اتحادیې مشر سید شهاب الدین حسینی افغان غږ خبری آژانس ته وویل:«حکومت به له ۸ ورځو راهیسې اجازه نه ورکوی چې له دره صوف څخه د ډبرو سکاره ولیږدوی.
 
هغه وويل، حکومت د ډبرو سکرو پر سوداګرو فشار راوړى چې له ٣٠ ټنو څخه زيات بار وړونکي لارۍ دې نه باروي، په داسې حال کې چې پخوا به په بار وړونکو لاريو کې ٤٥ ټنه بار وو.
 
حسيني زياته کړه، چې يواځې موټر ١٦ ټنه وزن لري او د ١٤ ټنو په لېږدولو سره سوداګرو او چلوونکو ته کومه ګټه نه رسېږي.
 
هغه دا هم وويل چې حکومت د ډبرو سکرو تعرفه بنده کړې او وايي چې کابل ته د ٦ زره ټنو د لېږد بيه بايد نيمايي ته راټيټه شي.
 
د ډبرو سکرو د اتحاديې د مسؤل په وينا، حکومت به د کابل په څلورو دروازو کې په ټيټه بيه ٤٠٠ زره ټنه سکاره پر خلکو وويشي او د هغه په ​​وينا، د دې پروسې تر پاى ته رسېدو پورې د ډبرو سکرو لېږد منع دى.
 
په ورته وخت کې د دره صوف د ډبرو سکرو یو شمېر سوداګر هم وايي، چې حکومت پر دوی ډېر فشارونه اچولي او د دره صوف – مزار شریف – کابل سړک په بندېدو سره د ډبرو سکرو بیه په بې ساري ډول را ټيټه شې.
 
په ورته وخت کې له پرون راهیسې د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو تر دوه زره زیاتو موټر چلوونکو د ډبرو سکرو د ټرانسپورټ د لارې د بندېدو له امله اعتصاب پیل کړی او د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.
 
دوی وايي، سره له دې چې د حکومت مالیه له ۲۲۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، خو د ډبرو سکرو استخراج هم په ټپه درېدلی دی.
 
ومو غوښتل چې په دې اړه د سمنګان د کانونو د رياست د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره يې په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې لارې په بندېدو سره د دیره صوف د ډبرو سکرو زرګونه کارګران خپلې دندې له لاسه ورکړي او د کار له لاسه ورکولو اندېښمن دي.
 
https://avapress.com/vdcfmyd0xw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته