دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 261831
یونیسف: په افغانستان کې له ۱۱۲ زرو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف چارواکو اعلان کړی، چې په راتلونکي ژمي کې به په ټول افغانستان کې له ۱۱۲ زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن یکشنبه (قوس ۱۳) اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې له ۱۱۲۰۰۰ کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوي.
 
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د انګلستان، سویډن او جرمني له خوا برابریږي او د همدې موسسې له لارې د افغانستان پر خلکو ویشل کیږي.
 
په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي او پوځي تحولاتو سره، د بندیزونو د لګولو، د اقتصادي پروژو د بندېدو او وچکالۍ له امله د هېوادوالو د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
 
په همدې حال کې د سوالګرو کمیټې اعلان کړی چې یوازې له کابل ښار څخه یې تر ۱۹ زره زیات سوالګر راټول کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgwq9xqak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته