کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د نفتو د بیې د حد ټاکل؛ اولیانوف: اروپا باید له راتلونکي کال څخه د روسیې له نفتو پرته ژوند وکړي!

13 قوس 1401 ساعت 15:37

د ویانا په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې دایمي استازي میخایل اولیانوف د اروپايي ټولنې له خوا د روسیې د نفتو د هر بیرل د بیې له ټاکلو وروسته وویل چې اروپا به له راتلونکي کال څخه د روسیې له نفتو پرته ژوند وکړي. د هغه په وينا، دغه اتحاديه به ډېر ژر پر مسکو تور پورې کړي چې له نفتو څخه د وسلې په توګه کار اخلي.


آوا: د روسیې د نفتو د بیې د ۶۰ ډالرو د ټاکلو لپاره د ۷ کسیزې ډلې د اقدام په غبرګون کښې دغه روسی ډیپلومات په خپل ټویټر اکاونټ کښې لیکلی دی:« ماسکو مخکې له دې هم ټینګار کړی دی، هغه هیوادونه چې د نرخ د حد د ټاکلو ملاتړ کوي نفت نه ورکوي.
 
اولیانوف د روسیې د سیاستونو د خپلولو په اړه د اروپا او لویدیځ د غبرګونونو په غندلو سره زیاته کړه: اروپایی اتحادیه به ډیر ژر روسیه په دې تورنه کړی چې له نفتو څخه د وسلې په توګه کار اخلی.
 
د اوو هیوادونو ډلې د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې د روسیې د خامو تیلو بیې ۶۰ ډالر یو بیرل ته ورسوي، د نوي اقدام په اړه د میاشتو خبرو اترو پای ته ورسید، چې هدف یې د مسکو د عاید اصلي سرچینې ته زیان رسول وو.
 
د بحر له لارې د روسیې د تیلو بیه به د دوشنبې په ورځ یا وروسته د دسمبر په ۵ د نرخونو ایتلاف لپاره پلي شي ، چې پکې آسټرالیا او د ۷ ګروپ غړي او اروپایي اتحادیه شامل دي.
 
د دې پریکړې په غبرګون کې، د کرملین ویاند اعلان وکړ چې د هغه هیواد به د روسیې د تیلو لپاره د لویدیځ هیوادونو لخوا ټاکل شوي احتمالي حد ونه مني.
 
دیمیتري پیسکوف ټینګار وکړ: موږ وضعیت ارزوو. د داسې کړنو لپاره ځانګړي چمتووالی نیول شوی دی. موږ دا نرخ نه منو او تاسو ته به خبر درکړو چې کار به څنګه تنظیم شي کله چې ارزونه بشپړه شي.
 


د مطلب کود: 261836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261836/د-روسیې-نفتو-بیې-حد-ټاکل-اولیانوف-اروپا-باید-له-راتلونکي-کال-څخه-پرته-ژوند-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com