دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 261836
د روسیې د نفتو د بیې د حد ټاکل؛ اولیانوف: اروپا باید له راتلونکي کال څخه د روسیې له نفتو پرته ژوند وکړي!
د ویانا په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې دایمي استازي میخایل اولیانوف د اروپايي ټولنې له خوا د روسیې د نفتو د هر بیرل د بیې له ټاکلو وروسته وویل چې اروپا به له راتلونکي کال څخه د روسیې له نفتو پرته ژوند وکړي. د هغه په وينا، دغه اتحاديه به ډېر ژر پر مسکو تور پورې کړي چې له نفتو څخه د وسلې په توګه کار اخلي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د نفتو د بیې د ۶۰ ډالرو د ټاکلو لپاره د ۷ کسیزې ډلې د اقدام په غبرګون کښې دغه روسی ډیپلومات په خپل ټویټر اکاونټ کښې لیکلی دی:« ماسکو مخکې له دې هم ټینګار کړی دی، هغه هیوادونه چې د نرخ د حد د ټاکلو ملاتړ کوي نفت نه ورکوي.
 
اولیانوف د روسیې د سیاستونو د خپلولو په اړه د اروپا او لویدیځ د غبرګونونو په غندلو سره زیاته کړه: اروپایی اتحادیه به ډیر ژر روسیه په دې تورنه کړی چې له نفتو څخه د وسلې په توګه کار اخلی.
 
د اوو هیوادونو ډلې د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې د روسیې د خامو تیلو بیې ۶۰ ډالر یو بیرل ته ورسوي، د نوي اقدام په اړه د میاشتو خبرو اترو پای ته ورسید، چې هدف یې د مسکو د عاید اصلي سرچینې ته زیان رسول وو.
 
د بحر له لارې د روسیې د تیلو بیه به د دوشنبې په ورځ یا وروسته د دسمبر په ۵ د نرخونو ایتلاف لپاره پلي شي ، چې پکې آسټرالیا او د ۷ ګروپ غړي او اروپایي اتحادیه شامل دي.
 
د دې پریکړې په غبرګون کې، د کرملین ویاند اعلان وکړ چې د هغه هیواد به د روسیې د تیلو لپاره د لویدیځ هیوادونو لخوا ټاکل شوي احتمالي حد ونه مني.
 
دیمیتري پیسکوف ټینګار وکړ: موږ وضعیت ارزوو. د داسې کړنو لپاره ځانګړي چمتووالی نیول شوی دی. موږ دا نرخ نه منو او تاسو ته به خبر درکړو چې کار به څنګه تنظیم شي کله چې ارزونه بشپړه شي.
 
https://avapress.com/vdcbf8b50rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته