دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 261859
د تیتسو ناکامورا دریمه کلیزه/ د کاکا مراد پروژې دوام لري
د تیتسو ناکامورا د ترور د دریمې کلیزې په مناسبت، چې د «کاکا مراد» په نامه مشهور وو، د جاپان سفارت وايي، د هغه پروژې دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د جاپان سفارت پرون یکشنبه (قوس ۱۳) د جاپان د مرستندویه کارکوونکی تیتسو ناکامورا چې په «کاکا مراد» مشهور و، د وژل کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت وینا وکړه او وویل: چي د هغه پروژي دوام لري.
 
ناکامورا چې د خپل ژوند او مسلک ډېره برخه یې د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره وقف کړې وه، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې یې د اوبو لګولو ګڼې پروژې په خپله طرحه او تطبیق کړې، چې سلګونه زره خلک یې له بې وزلۍ وژغورل.
 
ډاکټر ناکامورا د ننګرهار ولایت په ګډون په افغانستان کې د اوبو او ځنګلونو د مدیریت د پروژو ملاتړ وکړ.
 
د جاپان سفارت ویلي دي چې دغه هیواد غواړي د ناکامورا طریقې د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.
 
تیتسو ناکامورا درې کاله وړاندې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. هغه په ١٩٨٦ ميلادي کال کې افغانستان ته راغی او په یوه لرې پرتو کلی کې یې د "جاپان د سولې طبي خدماتو" (PMS) په نوم یو کلینیک او غیر دولتي موسسه جوړه کړه.
 
د افغانستان پخواني حکومت ناکامورا ته د هغه د بشردوستانه کار له امله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.
https://avapress.com/vdcgnq9xyak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته