دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 261863
په ملي پروژو کې د بانکونو پر ونډې ټینګار؛ اقتصادي بنسټونه د پیاوړي کیدو په حال کې دي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د "بانکدارۍ په سیستم کې د باور د بیا رغولو" په کنفرانس کې وویل، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د بانکونو دندې یوازې د اعتبار نه دي؛ بلکې په ملي زیربنایي پروژو کې برخه اخیستل هم شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یکشنبې په ماښام (قوس ۱۳) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په همغږي د "بانکدارۍ سیستم د باور راګرځولو" کنفرانس د نړیوال بانک د چارواکو، د مرکزي بانک عمومي رئیس، د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال؛ د خصوصي سکتور مشران او جوزف کاراسو؛ د افغانستان د نړیوال بانک د اجراییوي رییس په حضور کی جوړه شوه.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د بانکدارۍ په سیستم د باور د رامنځته کولو په کنفرانس کې وویل: الحمدلله نن ورځ د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي کیږي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د بانکدارۍ سکټور اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه، د بانکونو دنده نه یوازې د اعتبار، بلکې په ملي زیربنایي پروژو کې هم ګډون دی.
 
نوموړي د هېواد له بانکي سکتور څخه وغوښتل چې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
 
نوموړي د بانکي سکتور مسوولینو ته په خطاب کې وویل: په داسې حال کې چې کانونه ستاسو په واک کې دي، د اسلامي امارت رهبري هم ستاسو ملاتړي ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت په رامنځته کیدو سره د مرکزي بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره پیسې کنګل شوې دي.
 
د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ میلیارده ډالره نورې شتمنۍ لا هم په امریکايي بانکونو کې بندې دي او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکم له مخې به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قربانیانو ته پیسې ورکړل شي.
 
خو څه موده وړاندې د امريکا د ماليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې د افغانستان وجهي صندوق به د افغانستان له اقتصادي ثبات سره د مرستې لپاره د دغه ٣،٥ ميليارده ډالرو د اړتيا وړ پيسې خوندي، ساتي او ورکوي.
https://avapress.com/vdcb08b5frhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته