کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سهیل شاهین: افغانستان د هند پانګونې ته اړتیا لري

14 قوس 1401 ساعت 13:45

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر یوې هندي ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان د هند پانګونې ته اړتیا لري.


آوا - کابل: سهیل شاهین وايي چې د اسلامي امارت یوه پلاوي دغه موضوع په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر سره مطرح کړې ده.

 
شاهین له هندي ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت پلاوي له هند څخه غوښتي چې په افغانستان کې د زیربنایي پروژو په جوړولو او ساتنه کې مرسته وکړي.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر مشر ویلي چې د افغانستان دروازه د ښاري زیربناوو په ګډون د هند د پانګونې پر مخ خلاصه ده. دا هغه پیغام دی چې د افغانستان د ښار جوړونې وزیر په کابل کې د هند له سفیر سره په وروستۍ کتنه کې شریک کړی دی.
 
حمدالله نعماني، چې د طالبانو د ښار جوړونې وزیر و، له دې وړاندې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د اسلامي امارت د "پوهنې وزیر" په توګه دنده ترسره کوله.
څو هندي شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا او روغتیايي بنسټیزو پروژو په جوړولو او ساتنه کې ونډه درلوده او دغه شرکتونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هغه مهال له افغانستانه ووتل چې طالبانو د دغه هېواد واک تر لاسه کړ.
 
باید وویل شي، چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په زېربناوو کې شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.


د مطلب کود: 261868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261868/سهیل-شاهین-افغانستان-د-هند-پانګونې-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com