کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان ساړه ژمي؛ لرې پرتو سیمو ته د خوراکي توکي او درمل لیږل شوی دي

14 قوس 1401 ساعت 14:06

په لرې پرتو سیمو کې د واورې د اورښت له پیل او د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د ترانسپورتي لارو له بندېدو سره هم مهاله د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغو سیمو اوسېدونکو ته یې د پنځو میاشتو خوراکي او طبي توکي لېږلي دي.


آوا - مزارشريف: د واخان، نسي، شغنان، کوفاب، زېباک او ميمنې ولسواليو ترانسپورتي لارې هر کال د سړې موسم له رارسېدو سره تړل کېږي او د دغو سيمو اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

 
خو د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولايت د لرو پرتو سيمو لپاره لازم تدابير نيول شوي او د تېرو کلونو ستونزې به نه وي.
 
د بدخشان مرستیال والي نثار احمد احمدي نن دوشنبه (قوس ۱۴) آوا ته وویل چې سیمه ییز حکومت د همکارو بنسټونو په همکارۍ د دغه ولایت لرې پرتو ولسوالیو ته د پنځو میاشتو خوراکي توکي او درمل استولي دي.
 
د بدخشان د والي مرستيال زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به نورې اسانتياوې د دغه ولايت لرو پرتو او ناامنو ولسواليو ته ولېږدول شي.
 
د احمدي په وينا، په دې وروستيو اوونيو کې له کابل څخه هم چارواکي د بدخشان پاميرونو ته تللي وو او د ستونزو د څېړلو پر مهال يې له دوى سره د يو شمېر خوراکي او خيمو مرسته کړې وه.
 
له دې سره سره د بدخشان د والي مرستیال وايي، چې ورکړل شوې مرستې لا هم کافي نه دي او باید مرستندویه ادارې د دې ولایت د ولسوالیو وضعیت ته پام وکړي.
 
بدخشان ولایت د خپلې غرنۍ جغرافيې او سختو لارو له امله هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورو د اورښت او د ترانسپورتي لارو د بندېدو شاهد وي.
 
سربیره پردې، د طبیعي پیښو لکه د واورې ښویدنې پیښې په ډیری سرحدي ولسوالیو کې خلک له ډیرو ننګونو سره مخ کوي.


د مطلب کود: 261871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261871/د-بدخشان-ساړه-ژمي-لرې-پرتو-سیمو-ته-خوراکي-توکي-او-درمل-لیږل-شوی-دي

آوا
  https://www.avapress.com