کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په تېرو ۸ میاشتو کې له ۱،۲ میلیارد ډالرو ډېر صادرات کړي دي

14 قوس 1401 ساعت 15:56

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، افغان سوداګرو په دې موده کې د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.


آوا - کابل: عبدالسلام جواد؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د آوا له خبریال سره په خبرو کې د افغانستان د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ وده کړې او څرګنده یې کړه چې سوداګرو د یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر کړي دي.

 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ، د افغان سوداګرو ډېری توکي ایران، پاکستان، تاجکستان، چین، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او همدارنګه اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا ته صادر شوي دي.
 
جواد څرګنده کړه، چې په صادراتي توکو کې تازه او وچه مېوه، غالۍ، پوستکي، سکاره، قیمتي ډبرې او یو شمېر نور توکي شامل دي.
 
جواد همداراز ټینګار وکړ چې وزارت هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته د افغانستان صادرات زیات کړي.
 
له بلې خوا سوداګر ټینګار کوي چې هوايي دهلیزونه باید فعاله شي څو د دوی د صادراتو په ځانګړي ډول جلغوزیو ته اسانتیاوې برابرې شي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال متحده عربي اماراتو ته یوازینی هوايي دهلیز فعال دی.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند په داسې حال کې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د تېر حکومت د یوه کال په موده کې د صادراتو ارزښت ۶۸ میلیارده افغانۍ و.
 
له بلې خوا ویل کېږي چې سکاره د افغانستان عمده سوداګریز توکي دي چې هره ورځ لس زره ټنه صادرات لري، چې د انرژۍ او سونګ په نړیواله کچه د بیې له لوړېدو سره یې بیه هم لوړه شوې ده. خو د افغانستان د ډبرو سکرو اوسنۍ بیه د نړیوال نرخ په پرتله ټیټه ده.


د مطلب کود: 261881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261881/افغانستان-په-تېرو-۸-میاشتو-کې-له-۱-۲-میلیارد-ډالرو-ډېر-صادرات-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com