کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کارپوهان: د چارواکو سیمه ایز سفرونه، هیواد له انزوا څخه ژغوري

14 قوس 1401 ساعت 16:18

متحده عربي اماراتو ته د ملي دفاع د سرپرست وزیر له سفر وروسته د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر به د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړي. ځکه چې د هېوادونو مشران کولای شي په اسانۍ سره د لیدنې له لارې خپلې ستونزې حل کړي.


آوا - کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی. د اسلامي امارت چارواکو ویلي دي چې د ملي دفاع د سرپرست وزیر د سفر موخه د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دغه هیواد کې له میشتو افغانانو سره لیده کاته او د فارس خلیج له هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو ټینګول دي.

 
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محمد يعقوب مجاهد؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د ابوظبۍ په الشاطي شاهي ماڼۍ کې وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیزو همکاریو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
 
په همدې حال کې طارق فرهادي؛ دغه پخواني ډیپلوماټ له آوا سره په مرکه کې ویلي: د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه به د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي او افغانستان به له انزوا څخه وژغورل شي.
 
نوموړي د هېوادونو تر منځ د اړيکو په ټينګښت کې له مشرانو سره ليده کاته يو اصل وباله او زياته يې کړه، چې که د اسلامي امارت مشران د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، بايد د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړي، تر څو د اسلامي امارت مشران په خپلو کې سره وګوري او په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شوي دي.
 
دغه پخواني ډیپلومات زیاته کړه: د اسلامي امارت مشران باید د پانګونې د جلبولو او د اړیکو د ټینګښت لپاره د نړۍ ډیرو هیوادونو ته سفرونه وکړي، ځکه د افغانستان خلک له اقتصادي اړخه په ښه وضعیت کې نه دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، نو د اسلامي امارت مشران باید هڅه وکړي چې ملي او نړیوال شرکتونه په هېواد کې پانګونې ته جذب کړي.
 
د یادولو وړ ده چې دا په څه کم شپږو میاشتو کې بهر ته د مولوي محمد یعقوب مجاهد دویم سفر دی. نوموړی د روان کال د سرطان په میاشت کې قطر ته په رسمي سفر تللی و.


د مطلب کود: 261885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261885/کارپوهان-د-چارواکو-سیمه-ایز-سفرونه-هیواد-له-انزوا-څخه-ژغوري

آوا
  https://www.avapress.com