دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 261885
کارپوهان: د چارواکو سیمه ایز سفرونه، هیواد له انزوا څخه ژغوري
متحده عربي اماراتو ته د ملي دفاع د سرپرست وزیر له سفر وروسته د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر به د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړي. ځکه چې د هېوادونو مشران کولای شي په اسانۍ سره د لیدنې له لارې خپلې ستونزې حل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی. د اسلامي امارت چارواکو ویلي دي چې د ملي دفاع د سرپرست وزیر د سفر موخه د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دغه هیواد کې له میشتو افغانانو سره لیده کاته او د فارس خلیج له هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو ټینګول دي.
 
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محمد يعقوب مجاهد؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د ابوظبۍ په الشاطي شاهي ماڼۍ کې وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیزو همکاریو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
 
په همدې حال کې طارق فرهادي؛ دغه پخواني ډیپلوماټ له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه به د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي او افغانستان به له انزوا څخه وژغورل شي.
 
نوموړي د هېوادونو تر منځ د اړيکو په ټينګښت کې له مشرانو سره ليده کاته يو اصل وباله او زياته يې کړه، چې که د اسلامي امارت مشران د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، بايد د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړي، تر څو د اسلامي امارت مشران په خپلو کې سره وګوري او په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شوي دي.
 
دغه پخواني ډیپلومات زیاته کړه: د اسلامي امارت مشران باید د پانګونې د جلبولو او د اړیکو د ټینګښت لپاره د نړۍ ډیرو هیوادونو ته سفرونه وکړي، ځکه د افغانستان خلک له اقتصادي اړخه په ښه وضعیت کې نه دي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، نو د اسلامي امارت مشران باید هڅه وکړي چې ملي او نړیوال شرکتونه په هېواد کې پانګونې ته جذب کړي.
 
د یادولو وړ ده چې دا په څه کم شپږو میاشتو کې بهر ته د مولوي محمد یعقوب مجاهد دویم سفر دی. نوموړی د روان کال د سرطان په میاشت کې قطر ته په رسمي سفر تللی و.
https://avapress.com/vdcfcyd0tw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته