کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې چاودنه شوې

15 قوس 1401 ساعت 9:41

سیمه ییزو سرچینو د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د چاودنې خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې په دې پيښه کې د حيرتان بندر د کارکوونکو موټر په نښه شوى دى.


آوا - مزارشریف: نن سه شنبه د قوس په ۱۵ مه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د دریمې ناحیې اړوند د سید آباد په څلور لارې کې چاودنه شوې ده.
 
ویل کیږي چې په دې چاودنه کې د هرات د بندر د کارکوونکو یو بس په نښه شوی دی.
 
ویل کیږي چې په دغه موټر کې شاوخوا ۴۰ تنه مسافر سپاره وو.
 
تر اوسه د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او د اسلامي امارت مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 261896

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261896/په-مزارشریف-کې-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com