دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 261896
په مزارشریف کې چاودنه شوې
سیمه ییزو سرچینو د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د چاودنې خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې په دې پيښه کې د حيرتان بندر د کارکوونکو موټر په نښه شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: نن سه شنبه د قوس په ۱۵ مه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د دریمې ناحیې اړوند د سید آباد په څلور لارې کې چاودنه شوې ده.
 
ویل کیږي چې په دې چاودنه کې د هرات د بندر د کارکوونکو یو بس په نښه شوی دی.
 
ویل کیږي چې په دغه موټر کې شاوخوا ۴۰ تنه مسافر سپاره وو.
 
تر اوسه د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او د اسلامي امارت مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchwzni-23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته