کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې چاودنه؛ ۱۸ شهیدان او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي

15 قوس 1401 ساعت 9:50

د بلخ روغتیايي چارواکي وايي، د مزار شریف ښار په درېیمه ناحیه کې د نن سهار له چاودنې وروسته ۸ شهیدان او ۱۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


آوا - مزارشریف: نن سهار شاوخوا ۷ بجې د بلخ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د دریمې ناحیې اړوند د حیرتان بندر د کارکونکو په سپرلۍ موټر د ماین چاودنه شوې ده.
 
د بلخ ولايت د ابو علي سينا ​​د حوزوي روغتون رئيس معالج معراج الدين فاروقي آوا ته وويل، چې دغه روغتون ته ۸ تنه شهیدان او ۱۰ ټپيان ور وړل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، ټپيان او شهید شوي ټول ملکي وګړي دي.
 
د بلخ د حوزوي روغتون سرطبيب د پېښې د ټپيانو د درملنې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې ټپيان يې ژر تر ژره روغتون ته لېږدولي او درملنه يې کېږي.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې او پولیسو تر اوسه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 


د مطلب کود: 261898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261898/په-مزارشریف-کې-چاودنه-۱۸-شهیدان-او-ټپیان-روغتون-ته-وړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com