کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د روسیې د شاملولو وړاندیز کړی

15 قوس 1401 ساعت 11:04

ایراني چارواکي وايي، د تهران په وړاندیز روسیه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې شامله شوې ده.


آوا: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د روسیې د شاملولو وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقری کنی په مسکو کې د روسیې سیال سره په کتنه کې کړی دی.
 
کني ویلي: د افغانستان مسئله په دغه هیواد کې د امنیت د رامینځته کولو لپاره د ایران او روسیې ترمنځ د سیمه ایزو همکاریو لپاره ډیره ښه سیمه ده.
 
د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په وینا، "په داسې حالت کې چې لوېدیځوالو په افغانستان کې خپل تش په نامه شتون پای ته رسولی دی" دواړه هېوادونه په افغانستان کې همکارۍ ته اړتیا لري.
 
د ښاغلي باقري په وینا د ایران او روسیې اړیکې یوازې د سوریې په مسئلي پورې محدودې نه دي. تهران او مسکو د قفقاز په سیمه کې له یو بل سره ډیرې ښې همکارۍ لري او ۳+۳ چوکاټ د قفقاز په سیمه کې د سیمه ایز امنیت لپاره خورا ښه بیلګه ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د مسکو په غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په تهران کې جوړېږي.
 
د دې غونډې دقیق وخت او اجنډا لا نه ده ټاکل شوې.
 
روسیې د مسکو په غونډه کې وویل چې د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې د اسلامي امارت د پاتې راتلو او د ځینو ژمنو د نه عملي کېدو له امله یې د دغې ډلې د استازي له بلنې ډډه کړې ده.
 


د مطلب کود: 261907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261907/ایران-د-افغانستان-ګاونډیو-هېوادونو-بهرنیو-چارو-وزیرانو-په-غونډه-کې-روسیې-شاملولو-وړاندیز-کړی

آوا
  https://www.avapress.com