دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 261910
امیر خان متقي له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتولو او د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلې د زیاتوالي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم وبلل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امیر خان متقي له مرتضوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ: د ژمي د موسم په را رسیدو سره د اړتیا وړ توکو واردول له ایران څخه به زیات شي، نو د ایران حکومت باید سوداګرو ته د وارداتو به برخه کې اسانتیاوي برابر کړي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به همکاري وکړي.
 
په عین حال کې د ایران اسلامی جمهوریت د پاکستان په نسبت د افغانستان ترټولو ستر تجارتی شریک ګڼل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcezz8w7jh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته