دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 261912
پاکستان له اسلامي امارت سره د سیمه ییزو ګټو پر بنسټ اړیکې لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې اسلام آباد به د اسلامي امارت سره د تحریک طالبان پاکستان په مبارزه کې همکاري وکړي او د تروریستي ډلو د ګواښ مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس: بوټو زرداري له «الجزیرې شبکې» سره په مرکه کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان له اسلامي امارت سره د بهرني سیاست او د سیمې د هیوادونو د ګټو په خاطر اړیکې لري.
 
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان حملې دوام لري او د دغه هیواد حکومت به د اسلامي امارت له چارواکو سره د ترهګرو ډلو له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
 
هغه وویل: "له بده مرغه ترهګریز بریدونه دوام لري او موږ تمه لرو چې په افغانستان کې له خپلو ګاونډیانو سره د ترهګرو سازمانونو د ننګونو د حل لپاره کار وکړو."
 
اسلامي امارت وايي، د پاکستان تحریک طالبان د دغه هېواد داخلي مسئله ده او د نورو هېوادونو پر وړاندې له افغانستانه هېڅ ګواښ نشته.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت د ټولو په ګټه دی.
 
https://avapress.com/vdcgqq9xxak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته