کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې جاپان ته نژدې د توغندیو دفاعي سیستم ځای پر ځای کړ

15 قوس 1401 ساعت 13:21

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د توغندیو دفاعي سیستم جاپان ته نژدې ځای پر ځای شوی دی.


آوا: د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د باسشن توغندی سیستم چې له ۵۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن ویشتونکی توغندی لری، د پاراموشیر په ټاپو کې ځای پر ځای شوی دی.
 
د وزارت په وینا، د پاسیفیک بیړۍ ساحلي ځواکونه د نږدې اوبو او تنګیو بشپړ وخت څارنه کوي او د لوژیستیکي ملاتړ لپاره په پارموشیر ټاپو کې یو نظامي کمپ جوړ شوی دی.
 
په دغه بیانیه کښې دا هم ویل شوی دی چې د کریل په مرکزی برخه کښې د ماتوا په جزیره کښې د دغو ساحلی دفاعی سیسټمونو له نصبولو څه د پاسه یو کال وروسته بیشن سیسټمونه نصب شوی دی.
 
جاپان د کوریل ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي، چې دوی یې "شمالي سیمې" بولي. دا سیمه ایزه شخړه د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسیدلې کله چې شوروي ځواکونو دوی له جاپان څخه ونیول.
 
توکیو له خپلو غربي متحدینو سره یو ځای په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول.
 
وروسته له هغه چې روسیې له جاپان سره د سولې د تړون له خبرو څخه ووت او د توکیو د بندیزونو له امله یې د منازعې کوریل ټاپوګانو اړوند ګډې اقتصادي پروژې ودرولې.
 


د مطلب کود: 261915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261915/روسیې-جاپان-ته-نژدې-د-توغندیو-دفاعي-سیستم-ځای-پر-کړ

آوا
  https://www.avapress.com