کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فقر او بې روزګاري، د اومو موادو بیعي لوړېدل، د ژمي سړه هوا او د هوا ککړتیا د افغانستان د خلکو اساسي اندېښنې دي

15 قوس 1401 ساعت 15:07

افغان ښاريان وايي، چې اوس مهال خلک له بېلابېلو لارو زيانمن شوي، بې وزلي او بېکاري، د ژمي يخنۍ، د اومو موادو د بيو لوړېدل او د هوا ککړتيا د دې خاورې د ميليونونو خلکو اساسي اندېښنې دي.


آوا: د کابل ښار یو تن اوسیدونکی احسان نوری له آوا سره په مرکه کې وویل: د افغانستان خلک اوس مهال له بیلابیلو اړخونو زیانمن او په ځانګړې توګه له فقر او بیکارۍ، د ژمي سړې هوا او د هوا له ککړتیا سره لاس او ګریوان دي.
 
نوري زیاته کړه: د اسلامي امارت له ولس په ځانګړي ډول په سړه موسم کې له هرې ممکنې لارې د ملت لاسنیوی کوي او د ټولنې حاد او عاجلې ستونزې چې د تودوخې او خوراکي توکو برابرول دي په مناسبه بیه حل کړي.
 
  په همدې حال کې د داخلی درملو متخصص ډاکټر مجتبی احمدی له آوا سره په مرکه کې د هوا د ککړتیا ځینو زیانونو او د ژمي په موسم کې د ککړې او وژونکې هوا د ککړتیا زیاتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل: د هوا ککړتیا د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي، لکه: مسمومیت، پوستکي، تنفسي او د سږو ناروغۍ، دا په ټولنه کې پیښیږي.
 
  احمدي يادونه وکړه: د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتيا اصلي لامل په فابريکو او لوړو ودانيو کې د بې کيفيته ډبرو سکرو او فوسيل سونګ موادو مصرف دی، نو د ښاروالۍ دنده ده چې د ځينو خلکو د غير اخلاقي کړنو او خود غرضۍ مخه ونيسي.
 
احمدي دغه راز څرګنده کړه: خلک بايد د هوا د ککړتيا له امله د رامنځته کيدونکو ناروغيو د مخنيوي په خاطر بايد وقايوي پلانونه ولري او لږ تر لږه له ماسک څخه استفاده وکړي.
 
  خو د کابل یو بل اوسېدونکی محمد جواد اسدی له آوا سره په مرکه کې د هېواد له ستونزمن اقتصادی وضعیت څخه شکایت کوی او وایی، چې په هېواد کې شته ننګونو ته سمدستی د حل لار نشته او امکان لری چې په افغانستان کې بشری ناورین رامنځته شی.
 
عيدي چې د جمهوري رياست پر مهال دولتي کارکوونکى و، وايي: اوس بېکاره دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى او د سړې موسم په رانږدې کېدو سره يې ستونزې څو چنده شوې او د اومو موادو په ځانګړي ډول د ژمي د سون توکو بيه نه شي پوره کولاى.
 
د يادونې وړ ده، چې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره د اومو موادو بيې لوړې شوې او ډېری کورنۍ يې د پېرلو توان نه لري.
 


د مطلب کود: 261929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261929/فقر-او-بې-روزګاري-د-اومو-موادو-بیعي-لوړېدل-ژمي-سړه-هوا-ککړتیا-افغانستان-خلکو-اساسي-اندېښنې-دي

آوا
  https://www.avapress.com