دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 261929
فقر او بې روزګاري، د اومو موادو بیعي لوړېدل، د ژمي سړه هوا او د هوا ککړتیا د افغانستان د خلکو اساسي اندېښنې دي
افغان ښاريان وايي، چې اوس مهال خلک له بېلابېلو لارو زيانمن شوي، بې وزلي او بېکاري، د ژمي يخنۍ، د اومو موادو د بيو لوړېدل او د هوا ککړتيا د دې خاورې د ميليونونو خلکو اساسي اندېښنې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار یو تن اوسیدونکی احسان نوری له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د افغانستان خلک اوس مهال له بیلابیلو اړخونو زیانمن او په ځانګړې توګه له فقر او بیکارۍ، د ژمي سړې هوا او د هوا له ککړتیا سره لاس او ګریوان دي.
 
نوري زیاته کړه: د اسلامي امارت له ولس په ځانګړي ډول په سړه موسم کې له هرې ممکنې لارې د ملت لاسنیوی کوي او د ټولنې حاد او عاجلې ستونزې چې د تودوخې او خوراکي توکو برابرول دي په مناسبه بیه حل کړي.
 
  په همدې حال کې د داخلی درملو متخصص ډاکټر مجتبی احمدی له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې د هوا د ککړتیا ځینو زیانونو او د ژمي په موسم کې د ککړې او وژونکې هوا د ککړتیا زیاتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل: د هوا ککړتیا د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي، لکه: مسمومیت، پوستکي، تنفسي او د سږو ناروغۍ، دا په ټولنه کې پیښیږي.
 
  احمدي يادونه وکړه: د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتيا اصلي لامل په فابريکو او لوړو ودانيو کې د بې کيفيته ډبرو سکرو او فوسيل سونګ موادو مصرف دی، نو د ښاروالۍ دنده ده چې د ځينو خلکو د غير اخلاقي کړنو او خود غرضۍ مخه ونيسي.
 
احمدي دغه راز څرګنده کړه: خلک بايد د هوا د ککړتيا له امله د رامنځته کيدونکو ناروغيو د مخنيوي په خاطر بايد وقايوي پلانونه ولري او لږ تر لږه له ماسک څخه استفاده وکړي.
 
  خو د کابل یو بل اوسېدونکی محمد جواد اسدی له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې د هېواد له ستونزمن اقتصادی وضعیت څخه شکایت کوی او وایی، چې په هېواد کې شته ننګونو ته سمدستی د حل لار نشته او امکان لری چې په افغانستان کې بشری ناورین رامنځته شی.
 
عيدي چې د جمهوري رياست پر مهال دولتي کارکوونکى و، وايي: اوس بېکاره دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى او د سړې موسم په رانږدې کېدو سره يې ستونزې څو چنده شوې او د اومو موادو په ځانګړي ډول د ژمي د سون توکو بيه نه شي پوره کولاى.
 
د يادونې وړ ده، چې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره د اومو موادو بيې لوړې شوې او ډېری کورنۍ يې د پېرلو توان نه لري.
 
https://avapress.com/vdcewz8wojh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته