دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 261932
د ننګرهار د تبادلې په بازار کې چاودنه شوې
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د تبادلې په بازار کې د یوې نسبتاً زورورې چاودنې خبر ورکړی او وايي، چې دغه چاودنه مرګ ژوبله هم لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د دغه ولایت د اسعارو په بازار کې چاودنه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، که څه هم په دې پېښه کې زموږ يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول؛ خو تر اوسه په دې اړه کره شمېرې نشته.
 
زابلي دا هم وويل چې تر اوسه د پېښې څرنګوالى نه دى معلوم او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه د امبولانسونو غږ اورېدل کېږي او داسې ښکاري چې ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.
 
باید وویل شي، چې دوه ورځې وړاندې هم د جلال اباد ښار په مرکز کې چاودنه شوې وه.
 
ننګرهار د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري او تر دې وړاندې داعش د دغه ولایت په اچین او چپرهار ولسوالیو کې خپل مرکزونه جوړ کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcipzarrt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته