دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 261936
تحریک طالبان پاکستان: د افغانستان خاوره مو د آسلام اباد پر ضد نه ده کارولې
په یوه مرکه کې د پاکستان د تحریک طالبان مشر ویلي، چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید له اسلام آباد سره د سولې د خبرو د ګډوډولو لامل و. نوموړي دغه راز د پاکستان د پوځي ځواکونو پر ضد د دغې ډلې له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستو په اړه اوازې هم رد کړې او ویلي یې دي، چې په ټولیز ډول له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لرو.
افغان غږ خبری آژانس: د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود له اسلام آباد سره د سولې د بهیر د ګډوډولو د لاملونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زما په نظر، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید چې په کابل کې وشو د خبرو اترو د پرمختګ په لاره کې تر ټولو لوی خنډ بلل شوی دی. دا په پاکستان کې د کورنۍ سیاسي کړکېچ تر څنګ د دې پروسې د نه پرمختګ اصلي لامل بلل کېږي.
 
محسود دې ته په اشارې سره چې ایا د افغانستان واکمنې ادارې پر دوی د سولې د موافقې لپاره فشار راوړی، زیاته کړه: تر کومه ځایه چې د اسلامي امارت خبره ده، هغوی هیڅکله پر موږ د خبرو اترو لپاره فشار نه دی راوړی، که څه هم هغوی موږ ته د خبرو اترو مشوره ورکړې.
 
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلامي امارت په افغانستان کې د دغې ډلې د غړو په وژلو کې لاس لري، د تحریک طالبان پاکستان مشر وویل: په ټولیزه توګه موږ له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لرو.
 
محسود د پاکستان په امنیتي ځواکونو د حملې لپاره د افغانستان له خاورې د TTP د کارولو او په افغانستان کې د TTP د جنګیالیو د شتون له امله د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچ د رامینځته کولو په ردولو سره، څرګنده کړه: زموږ دښمن او هدف یوازې د پاکستان امنیتي دستګاه ده او موږ د پاکستان له دننه څخه د هغوی په وړاندې جنګېږو.
 
د تحریک طالبان پاکستان مشر هم د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو اترو د ناکامۍ یا کامیابۍ په صورت کښې د دغې ډلې د بې وسلې کولو احتمال رد کړ.
 
سرچينه : تسنیم خبري آژانس
https://avapress.com/vdcc1sqie2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته