دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 261938
له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي سره لیدلي/ ویسټ: افغانان باید د خبرو رهبري او بڼه خپله کړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره هند ته د خپل سفر او د دغه هېواد له چارواکو او د سولې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې خبر ورکړی دی. د هغه په وينا، په نړيواله ټولنه کې اجماع شته چې افغانان دې د خبرو اترو مشري او بڼه خپله کړي.
افغان غږ خبری آژانس: نوموړي نن سهار (قوس ۱۵) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند او د دغه هېواد د ملي امنیت له مرستیال سره په افغانستان کې د هند او امریکا ګډې ګټې اړه خبرې کړې دي.
 
ویسټ وویل چې متحده ایالات د هند د سخاوتمندانه بشردوستانه مرستو او د افغانانو د اساسي حقونو لپاره د ژمنتیا ستاینه کوي.
 
د امریکا ځانګړی استازی وايي، په هند کې یې د افغانستان د پخلاینې د عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي او د افغانانو ترمنځ یې د ملي سیاسي ډیالوګ پر بیړنۍ اړتیا خبرې کړې دي.
 
هغه زیاته کړه چې په نړیواله ټولنه کې اجماع شته چې افغانان باید د خبرو اترو مشري وکړي او بڼه خپله کړي.
 
توماس ویسټ جاپان ته هم په یوه سفر تللی چې تمرکز یې پر افغانستان دی او متحده عربي اماراتو ته هم ځي.
 
https://avapress.com/vdcexz8wvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته