کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران قونسلګرۍ په مزارشریف کې چاودنه وغندله

16 قوس 1401 ساعت 9:49

په بلخ کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلګرۍ په مزارشریف کې د پرون چاودنه وغندله او د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.


آوا - مزارشریف: په دغه پیغام کې چې په ټویټر کې خپور شوی، ویل شوی: په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ تیری ورځي تروریستی پېښې چې په پایله کې ګڼ کسانود شهادت او ټپي کېدو سبب شو په کلکو ټکوغندي او د دغې غمجنې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
 
پرون سهار شاوخوا ۷ بجې د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيدآباد څلور لارې کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
 
دا چاودنه په ګاډي کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې د بندر حیرتان د تیلو د برخې کارکوونکي یې په نښه کړي وو.
 
تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي، خو د بلخ پولیسو اعلان کړی چې د دوی څېړنې روانې دي.
 


د مطلب کود: 261951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261951/د-ایران-قونسلګرۍ-په-مزارشریف-کې-چاودنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com