دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 261951
د ایران قونسلګرۍ په مزارشریف کې چاودنه وغندله
په بلخ کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلګرۍ په مزارشریف کې د پرون چاودنه وغندله او د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په دغه پیغام کې چې په ټویټر کې خپور شوی، ویل شوی: په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ تیری ورځي تروریستی پېښې چې په پایله کې ګڼ کسانود شهادت او ټپي کېدو سبب شو په کلکو ټکوغندي او د دغې غمجنې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
 
پرون سهار شاوخوا ۷ بجې د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيدآباد څلور لارې کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
 
دا چاودنه په ګاډي کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې د بندر حیرتان د تیلو د برخې کارکوونکي یې په نښه کړي وو.
 
تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي، خو د بلخ پولیسو اعلان کړی چې د دوی څېړنې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcjive8vuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته