کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روميانو او پیازو د وارداتو لپاره ګمرکي تعرفي کمي شوي

16 قوس 1401 ساعت 10:03

د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په بازارونو کې د دغو محصولاتو د بیې د راټیټولو په موخه د پیازو او رومیانو په ګډون د سبزیجاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته راټیټه کړې ده.


آوا: دغه اقدام د تعرفې د کمېټې د پرېکړې او د مالیې وزارت په منظورۍ د پیازو، رومیانو او سبزیو په ګډون د بیو د راټیټولو په موخه نیول شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې مخکې به له هر ټن پیاز څخه ۳۱۸۰ افغانۍ اخیستل کېدې او له دې وروسته به له هر ټن پیاز څخه ۱۳۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
 
دغه راز پخوا به له هر ټن رومیانو څخه ۳۴۳۰ افغانۍ اخیستل کېدل، اوس له هر ټن څخه ۱۴۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
 
د دغو دوو محصولاتو د وارداتو د تعرفې کمول په داسې حال کې د اجنډا په سر کې نیول شوي چې ښاریان د هېواد په بازارونو کې د پیازو او رومیانو له لوړوالي شکایت کوي. دا مهال د یوه من پیاز او یو من رومیانو بیه تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.
 


د مطلب کود: 261957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261957/د-روميانو-او-پیازو-وارداتو-لپاره-ګمرکي-تعرفي-کمي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com