کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه

16 قوس 1401 ساعت 10:18

یونیسف وايي، په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.


آوا: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان ماشومان د اړو هیوادونو په سر کې دي او له دوی سره یې د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
 
یونیسف ویلي چې د ۱۱۰ میلیونو ماشومانو په ګډون د نړۍ له ۱۷۳ میلیونه وګړو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
 
  د دغه صندوق د اعلان له مخې، افغانستان د اړتیا وړ هېوادونو په سر کې دی او د دغه هېواد له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱.۶۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل ویلي چې په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 261961

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261961/یونیسف-د-افغانستان-له-ماشومانو-سره-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com