دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 261961
یونیسف د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه
یونیسف وايي، په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان ماشومان د اړو هیوادونو په سر کې دي او له دوی سره یې د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
 
یونیسف ویلي چې د ۱۱۰ میلیونو ماشومانو په ګډون د نړۍ له ۱۷۳ میلیونه وګړو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
 
  د دغه صندوق د اعلان له مخې، افغانستان د اړتیا وړ هېوادونو په سر کې دی او د دغه هېواد له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱.۶۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل ویلي چې په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcai6nu649nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته