دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 261963
جاپان د افغانستان له خلکو سره ۱۰۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه
په کابل کې د جاپان سفارت وايي، دغه هېواد به له اړمنو افغانانو سره د ۱۰۶،۷ میلیونه ډالرو مرسته وکړي. په همدې حال کې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د بشري ناورین له امله ستونزې زیاتې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان سفارت پرون سه شنبه (قوس ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هیله لري چې دغه نوې مالي بسته به په افغانستان کې د بشري پروژو د تطبیق او د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو توان ولري.
 
سفارت زیاته کړه: "موږ په کلکه هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوښۍ سبب شي."
 
په کابل کې د چاپان سفارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ملګرو ملتونو، نړيوالو سازمانونو او غير دولتي موسسو له خوا د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي په هدف پلې کېږي.
 
دغه سفارت ټینګار کړی، چې له دې مرستو سره د جاپان حکومت د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۳۳۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
جاپان په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره یو له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی او له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پورې یې په بېلابېلو برخو کې له ۶.۹ میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې، په تېره بیا د امنیت، کرنې، کلیو پراختیا او د بشري ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې.
 
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې شخړې د پام وړ کمې شوې، خو دغه هېواد لا هم د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوي کړکېچ سره مخ دی.
 
د ملګرو ملتونو په وینا، اقتصادي بحران د بیکارۍ د لوړې کچې او د اجناسو د بیو د شدید انفلاسیون سره دوام لري، چې په پایله کې، د عاید په پرتله، د خلکو مصرف په کال کې له ۶۷٪ څخه ۷۳٪ ته لوړ شوی دی.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې وايي د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي به راتلونکي کال بشري مرستو ته اړتیا ولري.
 
په دغه راپور کې چې د لړم په ۳۰مه خپور شو، ویل شوي چې د اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالۍ، طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو او د بېکارۍ د زیاتېدو له امله د افغانستان پر وګړو د دې ناورین اغېزې نه دي ښه شوي.
 
https://avapress.com/vdccesqi12bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته