دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 261966
د دفاع وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل. په دې کتنه کې داسلامي امارت ددفاع وزیر د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره د دغه هیواد په مسایلو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې او د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان خوندي دی او ټول سرحدونه او فرضي نقطې یې خوندي دي. او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه شته، نه دی او نه به وي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
 
  د دې غونډې په پای کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ټام ویسټ له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfvyd0vw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته