کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسینې مزاري په مزارشریف کې د چاودنې په غبرګون کې؛

دا چاودنې د حاکمیت د کمزوري کولو او د اسلامي امارت په وړاندې د عامه افکارو د راپارولو په موخه ترسره کیږي

16 قوس 1401 ساعت 10:45

د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز عمومي مشر د سه شنبې په ورځ (قوس ۱۵) د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د سید آباد په شیعه ګانو سیمه کې د چاودنې او د شهیدانو او ټپیانو په اړه غبرګون وښود. د حيرتان د ګمرک يو شمېر کارکوونکو په دې خبرې سره چې دښمن زموږ ژوند په سوله کې نه شي زغملاي نو دغه ډول چاودنې ترسره کوي ترڅو د هېواد د سمې ادارې د حاکميت د کمزوري کولو او د اسلامي امارت په وړاندې د عامه افکارو د راپارولو په موخه وبللې.


آوا - کابل: د مزارشریف ښار د حیرتان د بندر د کارکوونکو باندي د چاودنې په غندلو سره د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم تعالی
دښمن دا نشي لیدلاي چې زموږ خلک په سوله کې ژوند کوي او په ټولو ډګرونو کې د پرمختګ او سرلوړۍ په لټه کې دي، بلکې وخت په وخت په مختلفو لارو د خلکو د اضطراب او فکري بوختیا لامل ګرځي، لکه له یوې خوا داخلي ګډوډي او له بلې خوا بهرنی ذهنيت. بل دا چې د هېواد په سمې ادارې کې د حکومت ضعف د سیمې او نړۍ پر وړاندې څرګند کړي او د اسلامي امارت په وړاندې د عامه افکارو د راپارولو شرایط برابر کړي چې تر ډېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کېږي. په همدې موخه په مزارشريف كې د تیری ورځې تروريستي چاودنې او د هرات د ګمرک يو شمېر كاركوونكي په كې شهيدان او ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي بنسټونو لویه دنده دا ده چې د دغه جنایت عاملین تعقیب او تر پېژندلو او نیول کېدو وروسته یې مجازات کړي، خو مخکې له دې چې د هر ډول جنایت عاملین تر تعقیب لاندې ونیسي، د جدي امنیتي تدابیرو په نیولو سره باید د دوی لپاره لا زیات امنیت تامین کړي. هیوادوالو، ولس هم باید له کشفي ارګانونو سره همکاري وکړي، ترڅو بیا د دښمن او داخلي اجیرانو د جنایتونو شاهدان نشئ.
زه لومړی د خپل ځان په استازیتوب او بیا د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز په استازیتوب دا وحشیانه جنایت په کلکه غندم، ددي پېښې د شهیدانو کورنیو او د دې ښار ټولو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. د مزار شریف شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته عاجله شفا غواړم.
سید عیسی حسینی مزاری
۱۵ قوس ۱۴۰۱ شمسی
د رارسيدلو خبرونو له مخې، د سه شنبې په ورځ د مزارشريف ښار په مربوطاتو کې د بندر حيرتان د ملکي کارکوونکو د سپرلۍ په بس د چاودنې له امله ١٥ تنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شول.
 


د مطلب کود: 261969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261969/دا-چاودنې-د-حاکمیت-کمزوري-کولو-او-اسلامي-امارت-په-وړاندې-عامه-افکارو-راپارولو-موخه-ترسره-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com