کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل

16 قوس 1401 ساعت 11:53

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل.


آوا - کابل: د حکومت د رسنیو د مرکز ویاند انعام الله سمنګانی په یوه ټویټ کې لیکلی چې د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد له شیخ محمد بن راشد المکتوم سره وکتل.
 
د سمنګاني په وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياوو د رامنځته کولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له اوسني حکومت سره د متحده عربي اماراتو اړیکې ترینګلې شوې او په دې وروستیو کې یې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو مدیریت انحصار کړی دی.
 


د مطلب کود: 261976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261976/د-ملي-دفاع-وزارت-سرپرست-ملا-یعقوب-مجاهد-متحده-عربي-اماراتو-له-مرستیال-او-دوبۍ-واکمن-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com