دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 261976
د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حکومت د رسنیو د مرکز ویاند انعام الله سمنګانی په یوه ټویټ کې لیکلی چې د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد له شیخ محمد بن راشد المکتوم سره وکتل.
 
د سمنګاني په وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياوو د رامنځته کولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
 
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له اوسني حکومت سره د متحده عربي اماراتو اړیکې ترینګلې شوې او په دې وروستیو کې یې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو مدیریت انحصار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcguq9x3ak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته