دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 261977
په جوزجان کې د پنبې په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د جوزجان د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې تر ۵۵۰۰ ټنو زیات پنبه حاصل شوې چې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رئیس عبادالله انصار نن چهارشنبه، د قوس ۱۶ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په جوزجان کې پر ۵۶۰۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې او ۵۵۹۶ ټنه حاصلات ترلاسه شوي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په جوزجان کې پر ٩٦٣ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه او ١٣٤٨ ټنه حاصل يې ترلاسه کړى و، چې د تېر کال په پرتله د سږ کال په حاصلاتو کې ٤٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د جوزجان د کرنې رييس زياته کړه، چې د حاصلاتو د زياتوالي ترڅنګ د پنبې بازار هم ښه دى او يو من په ٧٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې د کوکنارو پر ځاى يې پنبه کرلې ده.
 
د دوی په خبره، پنبه د کوکنارو ښه بدیل دی او د حلال کښت د ودې لپاره باید په دغه ولایت کې اغېزمن پروګرامونه پیل شي.
 
https://avapress.com/vdchqzniq23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته