کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال په افغانستان کې د امام ابوحنيفه نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه

16 قوس 1401 ساعت 12:19

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال او ورسره مل پلاوی د ابو حنیفه نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.


آوا: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی د افغانستان د خصوصی سکتور له مسؤلینو سره وکتل او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د پیاوړتیا په هکله یې خبرې اترې وکړې او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ په اړه تبصره وکړه.
 
له دغه لیدني او خبرو اترو مخکې چې د ایران او افغانستان د اقتصادی اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوی و، سید حسن مرتضوی هم د اسلامی امارت د خارجه چارو له وزیر امیر خان متقی سره کتلي او خبرې اترې کړې وې.
 
امیر خان متقي په دې غونډه کې ویلي وو چې له ایران سره د اقتصادي سوداګرۍ د زیاتولو وخت راغلی دی.
 
هغه له مرتضوي سره په کتنه کې له ایران څخه د سوداګرۍ او مالونو د ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړي وه.
 
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال هم له متقي سره ژمنه کړي چې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره به لازمې همکارۍ وکړي.
 


د مطلب کود: 261981

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261981/په-کابل-کې-د-ايران-سفارت-مرستيال-افغانستان-امام-ابوحنيفه-نړيوال-نندارتون-څخه-ليدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com