دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 261987
جرمني په پولنډ کې خپل د توغندیو سیستم ځای پر ځای کوي
د ډیرو بحثونو وروسته، پولنډ موافقه وکړه چې د آلمان د پیټریوټ توغندیو سیسټم په خپله خاوره کې ځای پرځای کړي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په دې برخه کې د آلمان لومړنۍ غوښتنه رد شوې وه.
افغان غږ خبری آژانس: د پولنډ د دفاع وزیر ماریوش بلاشاک په خپل ټویټر اکاونټ کی له خپل جرمنی سیال سره خبرو ته په اشارې سره لیکلی، چی د جرمنی هغه پریکړه منلې چی له اوکراین څخه ملاتړ یی رد کړی دی.
 
هغه د دې په بیانولو سره چې د اوکراین په لویدیځ کې د دغه دفاعي سیستم نصبول کولای شي د دواړو هیوادونو امنیت زیات کړي، زیاته کړه: د آلمان په همکارۍ موږ د پولنډ په خاوره کې د لانچرونو د ځای پر ځای کولو او د قوماندې له مرکز سره د نښلولو لپاره لازم پلانونه جوړوو.
 
جرمني په پولنډ کې د دې سیسټم د ځای پر ځای کولو وړاندیز یوه میاشت وړاندې وروسته له هغه وکړ چې د پولنډ او اوکراین پولې ته نږدې یو توغندی وویشتل شو. که څه هم پولنډ په پیل کې اعلان وکړ چې دا توغندی د روسیې له خوا توغول شوی و، خو وروسته یې ومنله چې دا د اوکراین له خوا توغول شوی او په غلطۍ د دفاعي اقدام په ترڅ کې شوی دی. خبروایي په دغه بریدکې ۲ تنه پولیس وژل شوي وو.
 
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د اعلامیې له مخې د پټریوټ وړاندیز شوی دفاعي سیستم د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) د هوايي دفاعي پروګرام یوه برخه ګڼل کیږي او یوازې د دغه اتحاد په خاوره کې به ځای پر ځای شي.
 
بلاشاک ټینګار کړی و چې دا اقدام به "اوکرایین د نورو تلفاتو او تورونو څخه خوندي کړي، پداسې حال کې چې زموږ د ختیځ سرحدونو امنیت زیاتوي."
 
د پولنډ له غوښتنې وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړ چې پر دې وړاندیز یې غور کړی او له خپلو متحدینو سره یې خبرې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcivzaryt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته