کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره دولس میلیونه ډالره مرسته کوي

16 قوس 1401 ساعت 13:59

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له جاپان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره د ۱۲.۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په یوه ټویټ کې ویلي چې د جاپان مرستې به د افغانانو په داوطلبانه راستنېدو او ادغام کې ولګول شي.
 
په کابل کې د جاپان سفارت هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې هېواد ته د افغان کډوالو په داوطلبانه راستنېدو کې مرسته کوي.
 
جاپان په تېرو څو لسیزو کې د خپلو اقتصادي همکاریو په دوام پرون له افغانستان سره ۱۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړه.
 


د مطلب کود: 261988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261988/جاپان-د-افغان-کډوالو-داوطلبانه-راستنېدو-لپاره-دولس-میلیونه-ډالره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com