دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 261988
جاپان د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره دولس میلیونه ډالره مرسته کوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له جاپان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره د ۱۲.۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په یوه ټویټ کې ویلي چې د جاپان مرستې به د افغانانو په داوطلبانه راستنېدو او ادغام کې ولګول شي.
 
په کابل کې د جاپان سفارت هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې هېواد ته د افغان کډوالو په داوطلبانه راستنېدو کې مرسته کوي.
 
جاپان په تېرو څو لسیزو کې د خپلو اقتصادي همکاریو په دوام پرون له افغانستان سره ۱۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړه.
 
https://avapress.com/vdcjove8ouqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته