دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 262002
د هېواد د بانکي سیستم د پیاوړتیا په هدف د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه
د افغانستان بانک عالي شورا د مناسبو پولي سیاستونو د تطبیق او د هېواد د بانکي سیستم د پیاوړتیا په هدف دوه ورځنۍ غونډه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان بانک اقتصادی څانګه اعلان کړه چې د مناسبو پولی سیاستونو د تطبیق او د هیواد د بانکی سیستم د پیاوړتیا په اړه یې د بحث او نظر تبادله کولو په موخه دوه ورځنۍ غونډه ترسره کړه.
 
د افغانستان بانک له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه سه شنبه پيل شوه او پرون چهار شنبه (قوس ۱۶) د افغانستان بانک د عالي شورا د غړو په شخصي او انلاين ګډون پای ته ورسېد.
 
د دې اعلامیې د معلوماتو پر بنسټ، په پورتنۍ غونډه کې د افغانستان بانک د مخکنیو پلانونو د عملي کول، د افغانستان  اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د تطبیق پر څرنګوالي، د بانکي سیستم د پیاوړتیا، د هېواد د ثبات پر څرنګوالي، د هېواد پر مالي سیستم، د تادیاتو د بهیر د ډیجیټل کولو چټکتیا، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کول او د افغانستان بانک اړوند یو لړ اداري موضوعات تر بحث او تطبیق لاندې ونیول شو او د قانون له حکمونو سره سم اجرایوي پرېکړې به ترسره شي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور غونډې کوي، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو پالیسیو، د بانک د فعالیتونو د پلان، کړنو او لاسته راوړنو په اړه بحث او نظرونه تبادله کیږي.
 
https://avapress.com/vdchvinii23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته