دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 262005
د رضاکارانو د ورځې لمانځل/ په افغانستان کې تر ۲۴ زرو زیات رضاکاران فعال دي
د افغاني سرې میاشتې رئیس د «رضاکارانو د ورځې» په غونډه کې وویل، چې داوطلبان د دې ټولنې ریښې دي او دا مهال په ټول هېواد کې ۲۴ زره رضاکاران په رضاکارانه برخو کې په کار بوخت دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر پرون چهار شنبه (قوس ۱۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د رضاکارانو له ملي ورځې په مناسبت په جوړ شوی غونډه کې چې د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي، د افغاني سرې میاشتې مرستیال نورالدین ترابي حضور درلود و یو شمېر رضاکارانو ته د افغاني سرې میاشتې له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.
 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالقي د رضاکارانه فعالیتونو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې رضاکارانه کار یو دیني، انساني او اخلاقي دنده ده.
 
د افغاني سرې میاشتې رئیس ویلي، چې رضاکاران د دې ټولنې بنسټ او ملا ده.
 
د ده په خبره، د رضاکارانو دنده د ټولنې د اړمنو کسانو پېژندنه، د خلکو ستونزې اوري او د ټولنې استازیتوب کوي.
 
د ښاغلي خالقي په خبره، دا مهال په ټول هېواد کې ۲۴ زره اتباع په داوطلبانه توګه فعالیت کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د هېوادونو او مرستندويه موسسو له خوا د بشري مرستو ډېره برخه وېشي.
 
https://avapress.com/vdcawunum49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته