کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ضمیر کابلوف په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر کوي

17 قوس 1401 ساعت 10:41

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازی افغانستان ته د خپل سفر خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې د هغه سفر به د روان کال تر ختمیدو مخکې به ترسره شي.


آوا: په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازي اعلان کړی چې په پام کې لري کابل ته سفر وکړي.
 
ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۶) د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل چې د دغه سفر دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
 
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هغه سفر به د ۲۰۲۲ کال تر پایه بشپړ شي؟ ويې ويل: «ا‌ن‌شاءالله»
 
دا به د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته کابل ته د ضمیر کابلوف دوهم سفر وي.
 
ښاغلي کابلوف وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د واک د لېږد بحران لا نه دی حل شوی او روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش له فعالیتونو اندېښمنه ​​ده.
 
دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې داعش ډلې د دوشنبې د ورځي د ۱۴۰۱ مال د سنبلې ۱۴مه، په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت په غاړه واخیست. په دغه برید کې دوه جګپوړي روسي دیپلوماتان ووژل شول.
 


د مطلب کود: 262010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262010/ضمیر-کابلوف-په-نږدې-راتلونکي-کې-افغانستان-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com