دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 262022
عبدالسلام حنفي جوزجان ته سفر وکړ
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي شمال ته د خپل سفر په دوام له بلخ وروسته جوزجان ته ولاړ او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له انعام الله سمنګاني د اسلامي امارت د ویاند مرستیال سره؛ د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۶مه ماښام مهال شبرغان ښار ته ورسید.
 
د دغه وزارت اداري مرستیال جوزجان ته له خپل سفر وروسته د دغه ولایت له والي، امنیتي مسوولینو او د دولتي ادارو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل او د هغه ناستې لا هم روانې دي.
 
جوزجان ته د حنفي صاحب د سفر موخه د جوزجان چارواکو ته د اسلامي امارت د مشر او د وزارت د سرپرست پیغام رسول دي.
 
په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د روان کال د قوس په ١٥مه بلخ ته سفر کړى و او د قوش تپې کانال له کار څخه تر ليدنې وروسته يې د دغه ولايت له سيمه ييزو مسوولينو سره هم وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
 
https://avapress.com/vdcj88e88uqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته