کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په هوايي ډګر کې د پانګونې د مرکز او د عاجلې ویزې صادرولو مرکز پرانستل شوه

17 قوس 1401 ساعت 13:44

د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د پانګونې او عاجلو ویزو د ورکړې مرکز پرانیستل شو.


آوا - کابل: نورالدین عزیزی؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۶مه، په هغو مراسمو کې چې د کابل په هوايي ډګر کې د پانګونې د واحد او د ویزې د عاجلو خدمتونو د مرکز د پرانستلو په هدف جوړ شوي وو، وویل چې د تخنیکي خدمتونو د اسانتیاوو په خاطر د دا ډول مرکزونو د جوړېدل او د سوداګرو او نړیوالې پانګونې لپاره د ویزو صادرول یو د اړینو کارونو څخه دی.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې زیاته کړه چې دغه واحد د هغو نړیوالو سوداګرو او پانګوالو لپاره چې په افغانستان کې د پانګونې اراده لري او همدارنګه هغه همکاران او انجینران چې د هېواد له خصوصي سکتور سره همکاري کوي، د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی.
 
د ده په وينا، د دې واحد په پرانيستلو سره به په هېواد کې د پخوا په پرتله د پانګونې زمينه برابره شي.
 
اسلامي امارت له پیل څخه د پانګوالو د راجلبولو په موخه ډیر اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 


د مطلب کود: 262027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262027/د-کابل-په-هوايي-ډګر-کې-پانګونې-مرکز-او-عاجلې-ویزې-صادرولو-پرانستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com